امنیت

د داعش د ډلې دوه تنه غړي په يوه هوايي بريد کې ووژل شول.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٤
د داعش د ډلې دوه تنه غړي پرون په ننګرهار ولايت کې دافغان امنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلى دي چې دهيواد هوايي ځواکونو پرون دننګرهار ولايت دهسکې مينې دولسوالۍ په چهاروازګي سيمه کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې د داعش په تروريستي ډلې پورې اړوند دوه تنه ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې : د دولت وسله والو مخالفينو پنځه ډول ډول ماينونه دننګرهار ولايت دغني خيلو او دره نور دولسواليو او د بټي کوټ ولسوالۍ داسلامي پوهنتون په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړي وو چې دغه ماينونه له چاودنې مخ کې کشف او شنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته