سیاست

تبصره

 کابل/ باختر/ د وږي٢١مه   
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس آزاد ترانزيت د سيمې د هېوادونو په ګټه بولي او له دغو هېوادونو څخه غواړي چې ترانزيتي تګلوري په سياسي وسيلې بدل نه کړي.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني پرون چين ته د افغانستان د صادراتي مالونو د لومړي انډي د لېږلو د نمانځنې په پروګرام کې،         ګاونډيو هېوادونو ته بلنه ورکړه چې د افغانستان په شان له جرأت څخه کار واخلي        او ترانزيتي تګلوري دې پرانيزي.
محمد اشرف غني آزاد ترانزيت د سيمې د هېوادونو په ګټه بولي او له دغو هېوادونو څخه غواړي چې ترانزيتي تګلوري په سياسي وسيلې بدل نه کړي.
سره له دې چې جمهوررييس جوته نکړه چې د سيمې کوم هېواد يا هېوادونو، ترانزيت په سياسي وسيلې بدل کړى دى؛ خو په تېرو وختوکې پاکستان په پراخ او سيستماتيک ډول او ايران هم په يوه خاصه محدوده کې د افغانستان د ترانزيت حقوق چې په وچې پورې يو محاط هېواد دى؛ نقض کړى دى او د ترانزيت او سوداګرۍ له مسئلې او آن د مهاجرانو له مسئلې څخه چې يوه عاطفي مسئله ده؛ سياسي ګټه اخيستې ده.
پاکستان تل او ځينې نور هېوادونه په مقطعي ډول د افغانستان له ترانزيتي تړلتيا څخه  د افغانستان په دولت د فشار د وسيلې په توګه ګټه اخلي او کله هم  دافغانستان او د دغو هېوادونو ترمنځ د تاوتريخوالي له رامنځته کېدو وروسته يا د هغوى له لوري په سياسي مطالباتو سره د ترانزيتي تګلارو د تړل کېدو او د افغانستان د سوداګريزو مالونو د ځنډيدو شاهدان يوو.
د افغانستان دولت په تېرو کلونو کې هڅه کړې ده چې په دغه هېواد کې له فرصتونو څخه د سيمه ييزې همغږۍ، همکارۍ او سوداګرۍ په ګټه کار واخيستل شي، خو پاکستان دغو هڅو ته ډېره کمه پاملرنه کړې ده. برعکس هڅې يې کړې دي چې خپلې يو اړخېزې غوښتنې پر افغانستان چې له ټاکلو ستونزو له ډار اچوونکي جګړې سره د رامنځته شوي بحران چې ښکيل دى؛ ومني.
دغه هېواد نه يوازې ن د کراچۍ او د ګوادر بندرونو له لارې د افغانستان د صادراتو       او وارداتو لپاره ستونزې جوړې کړې دي؛ په ښکاره يې هلې ځلې کړې دي چې د افغانستان او هند ترمنځ د مخ په ودې سوداګرۍ د نږدې کېدو خنډ شي.
که څه پاکستان له افغانستان سره د سوداګريزو او ترانيزيتي همکاريو د څو موافقه ليکونو په لاسليک کولو سره د افغانستان د ترانزيت حق په رسميت پېژندلى دى؛ خو هېڅکله د خپلو ژمنو په نسبت پابند نه دى.
سربېره پر دې افغانستان او پاکستان د سارک او ايکو سازمانونو غړي دي. دغه سازمانونه د سيمه ييزې همغږۍ او اقتصادي همکاريو د رامنځته کولو لپاره جوړ شوي دي. له دې جملې څخه په لنډ مهال کې د هېوادونو ترمنځ د ترانزيتي ننګونو له منځه وړل او په اوږد مهال کې د سيمه ييزې همغږۍ رامنځته کول د هغه له اصلي موخو او پروګرامونو څخه دي، خو پاکستان د دغو دوو سازمانونو له پروګرامونو او موخو څخه هم سرغړونه کړې ده. د پاکستان چلند او حرکتونه په لنډمهال او اوږد  مهال کې د سيمه ييزې اقصادي ودې او سوداګرۍ لپاره يو تريخ پيغام لري او دغه باور د پياوړي کېدو په حالت کې دى او د دغه شان ماجرا غوښتنو په شتون کې دا  پاکستان دى چې زيان ويني.
افغانستان د فرصتونو ټاټوبى دى چې بايد هغه غنيمت وګڼو، بايد دغه فرصتونه په عمل بدل کړو او دا کار هغه وخت کېداى شي عملي وي چې له سوداګرۍ او ترانزيت څخه له سياسي او ابزاري نظر څخه لاس واخلو.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته