امنیت

په لغمان کې د ډار اچوونکو پر ضد عمليات ترسره شول

کابل باختر د زمري اتمه :
په لغمان ولايت کې د ډار اچوونکو پرضد يو لړ عمليات ترسره شول .
دغه عمليات د ډار اچوونکو له شتون څخه د سيمو د پاکولو او د لغمان ولايت اوسيدونکو ته د آرامنيت د تامنيولو په موخه ترسره شوي دي .
په دغو عملياتوکې د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت په سلګونه ځواکونو ګډون کړى دى او ويل شوي دي چې د دوى زياتره پاملرنه د لغمان شمال ختيځ سيمې ته ده، هغه ځاى چې په دې وروستيو  وختوکې د وسله والو طالبانو د پراخو فعاليتونو ډګر دى .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو عملياتوکې په دې هلې ځلې کوي چې د ډار اچوونکو ټغر راټول  شي او د لغمان ولايت اوسيدونکو ته آرامۍ راوړي .
الينګار يو له هغو ولسواليوڅخه دى چې د لغمان ولايت په شمال ختيځ کې موقعيت لري .
دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د شتون او فعاليتونو ډګر دى چې زياتره  ډار اچوونکي د مهترلام په لويه لاره بريدونه کوي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته