امنیت

يوځانمرګي يرغلګر ځان دکورنيو چارووزارت ددروازې په وړاندې وچاوه .

کابل _ باختر دوري ديارلسمه:
په هغه  ځانمرګي  بريد کې چې نن له غرمې وروسته دکورنيو چارو وزارت ددروازې په وړاندې ترسره شو دپوليسو يو شمير منسوبينو ته مرګ ژوبله واوښته .
دکورنيو چارو وزارت يوه اړونده خبرځاى دغه خبر تاييد کړه اوويې ويل چې ځانمرګي  يرغلګردپوليسو له جامو څخه په استفادې سره د مراجعينو په ډله کې ځان دکورنيو چارو وزارت تر دروازې پورې ورساوه او په هماغه ځاى کې يې چاوديدونکي توکي چې په خپل بدن کې يې ځاى پرځاى کړى و وچول .
په نه تاييد شويو خبرونوکې ويل شوي دي چې په دې بريد کې دپوليسو اووه تنه منسوبين شهيدان اويو شمير نورټپيان شوي دي
پخوا دعامې روغتيا وزارت دمرکز دروغتونونو رييس ډاکتر سيد کبير اميري دباختراژانس  خبريال ته ويلي و چې ددغې پيښې دوه تنه ټپيان  يې دجمهوريت روغتون ته ليږدولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته