سیاست

اجرائیه رئیس د آلمان د بهرینو چارو له وزیر سره وکتل

کابل_باختر_د وږي دمياشتې٨مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله نن د آلمان د بهرنیو چاروله وزیر فرانک والټرشټاین مایر سره په کابل کې وکتل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د افغانستان او آلمان د اړیکو ترڅنګ د هیواد د امنیت، سولې، وروستیو پرمختګونو او له پاکستان سره پر راتلوونکو اړیکو باندې خبرې وشوې.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې وویل چې دا سفر په یوه ښه زماني موقع کې کيږي، ځکه دواړه هیوادونه به نن د افغانستان او جرمني ترمنځ د سیاسي او دوستۍ اړیکو د پیل سلمه کالیزه نمانځي.
ده زیاته کړه چې افغانان له جرمني سره د خپلو اړیکو له پیله دغه هیواد، د یوه ستراتیژیک ملګري او همکار په توګه پېژني او دا ټوله موده اړیکې مثبت لوري ته تللې دي.
ده یادونه وکړه چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د بُن له کنفرانس وروسته د افغانستان په بیارغونه او ابادي کې د جرمني ونډه فوق العاده وه او افغانان یې له ټولو پوځي او ملکي همکاریو مننه کوي.
اجرائیه رئیس د افغانستان وروستیو امنیتي حالاتو ته په اشارې سره وویل چې افغان ملي امنیتي ځواکونه د دښمن په ځپلو کې خاصه وړتیا لري، خو باید نور هم اکمال او سمبال شي.
ډاکټرعبدالله عبدالله وړاندې وویل چې په افغانستان کې د جنګ پاى د سیمه ییزو او نړیوالوهمکارانو ملاتړ ته اړتیا لري او په دې برخه کې باید یو لړ جدي اقدامات وشي.
ده د پاکستان له خوا د صادقانه او لازمې همکارۍ نه شتون د افغانستان او پاکستان په اړیکوکې اساسي خنډ وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دغه هیواد به له ژمنو سره سم لازم اقدامات وکړي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر د افغانستان له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کې د تیرو سلو کلونو په اوږدوکې د دواړو هیوادنو د نیکو اړیکو د یادونې ترڅنګ وویل چې افغانستان د تیرو کلونو په اوږدو کې بې سارى پرمختګ کړی او لا هم د پرمختګ په درشل کې دی.
ده د جنګ په ډګرکې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې هم وستایلې او زیاته یې کړه، چې دوی لا هم له افغانستان سره خپلو اوږدمهالو همکاریو ته ژمن دي.
ښاغلي شټاين مایر د سولي خبرو او ملي پخلاینې په برخو کې د افغان حکومت د هڅو او نوښتونو ستاینه وکړه، خو ويې وویل چې دا هڅې باید د سیمه ییزو لوبغاړو له صادقانه همکاریو سره مخ ته ولاړې شي.
ده د تروریزم د مخنیوي او د افغانستان د سولې په بهيرکې د پاکستان مرسته اساسي وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه هیواد به عملي ګامونه واخلي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وړاندې وویل چې د دوی د نظامي ماموریت تر پاى ته رسيدو وروسته به هم په ملکي او مشورتي برخو کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د افغانستان د اجرائیه رئیس او د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ په نننۍ کتنه کې د هیواد په کچه پر وروستیو امنیتي حالاتو، سیاسي وضعیت او اقتصادي وده باندې هم بحث وشو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته