سیاست

د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي اعلاميه

کابل_ باختر_د غبرګولي د مياشتې ١٧مه:
په برما کې د مسلمانانو په وړاندې د توکميز تاوتريخوالي په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي اعلاميه
د افغانستان اسلامي جمهوریت په برما کې د مسلمانانو په وړاندې توکمیز تاوتریخوالی چې په ترڅ کې یې، ګڼ شمیر بې ګناه وګړي وژل شوي دي، په کلکه غندي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د بې دفاع او مظلومو انسانانو بې رحمانه ربړول او وژل چې په هغوکې ښځې، ماشومان او زاړه خلک هم شته، غیرانساني عمل او د بشري حقونو د ارزښتونو په خلاف کړنه بولي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د قربانيانوله کورنیو، هغو وګړو سره چې اوس هم کړول کیږي او هغو سره چې د دې تاوتریخوالي له امله له خپلو سیمو څخه کډه شوې دي، خپله خواخوږي څرګندوي؛ د ملګرو ملتو له سازمان، د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو او نوروهېوادونوڅخه غواړي چې د دغو بشري ضد جنایتونو د پای ته رسولو او د هغو کسانوچې د دې تاوتریخوالي له ګواښ سره مخامخ دي، د همکارۍ لپاره لاس په کار شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته