
کابل، د زمري ۱۰ مه، باختر
په لغمان کې د کرنې د پراختیا دولس پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د اوبو د بندونو او کانالونو، اوبو د زېرمو او د استنادي دېوالونو جوړول او بیا رغونې شامل دي چې په الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې تطبیقې شوې دي.
د خوړو او کرنې نړیوال سازمان د دغو پروژو د تطبیقولو لپاره ۱۷۲ زره امریکايي ډالر لګولي دي.
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالداری رئیس مولوي محمد ولي محسن باختر آژانس ته وویل، چې د دغو پروژو په ګټې اخیستنې سره د سلګونو جریبه زراعتي ځمکې د اړتیا وړ اوبه تامینې شوې دي او دغه راز د استوګنې په لسګونو کورونه او په سلګونو جریبه زراعتي ځمکه د سېلاوونو له خطر څخه خوندي شوې دي.
د دغو پروژو د تطبیق په بهیر کې ۱۵۰۰ تنه وزګار ځوانان ته د کار زمینه برابره شوې وه.
ج