امنیت

دپوليسو يو سرتيرى له خپلې ميرمنې او درې ورځنى ماشوم سره شهيد شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
دسيمه ييزو پوليسو يو سرتيرى او د هغه دکورنۍ دوه تنه غړي پرون په کندز ولايت کې شهيدان شول.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني باختر آژانس ته وويل: دسيمه ييزو پوليسو دغه سرتيرى چې له خپلې ميرمنې او درې ورځنى ماشوم سره دخپلې ميرمنې د درملنې لپاره د امام صاحب له ولسوالۍ څخه ښارته تللي و؛ د بيرته ستنيدو په وخت کې په لاره کې د ناپيژندل شويو وسله وال کسانو له خوا شهيدان شول.
ديوبل خبرله مخې: ناپيژندل شويو وسله والوکسانو پرون يو اتلس کلن ځوان چې دښوونځي زده کوونکى و؛ د کندز ولايت د امام صاحب په ولسوالۍ کې دکلاشينکوف په ډزو سره شهيد کړى شو.
ويل کيږي امنيتي ځواکونو ددغې قضيې دعاملينو دنيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته