خبرونهټولنه

په لغمان کې د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت د پاکو اوبو یوه پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

 کابل، د لړم ۲۳مه، باختر

د لغمان سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ په ټینګور سیمه کې د یونیسف په مالي لګښت او د ډاکار موسسې په تخنکي همکارۍ د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

لغمان والي قاري زین العابدین عابد د باختر آژانس سیمه یيز خبریال ته وویل، چې یادې شبکې په جوړولو سره ۵۵۳ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو زمینه برابره شوې، چې چارې یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شوې.

نوموړي په ختيځ کې له همکارو موسسو وغوښتل، چې دغه ولایت کې نورې بنيادي پروژې هم پلې کړي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا