سیاستخبرونهټولنهTOP

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکو، د روان کال د حج سهمیې او لګښتونه له رسینو سره شریک کړل

کابل، د وري ۷مه، باختر

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکو، نن د روان ۱۴۴۵ه.ق کال د حج سهمیې او لګښتونه له رسینو سره شریک کړل.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شيخ الحديث سرمحقق دکتور مولوي نور محمد ثاقب، د اسلام مبین دین د پنځو بناوو په ځانګړې توګه د حج پر ارزښت تفصیلي خبرې وکړې او ویې ویل چې حج د الله (ج) د فرايضو يوه فريضه ده او هر کال زرګونه افغانان د دې فريضې د ادا کولو لپاره بيت الله شريف ته ځي او هلته د الله تعالی (ج) عبادات ترسره کوي.

شیخ الحدیث ثاقب پر هېوادوالو غږ وکړ چې اوسمهال افغانانو ته تر هر وخت ښه د بیت الله شریف زیارت ته د ورتګ زمینه برابره شوې ده څو افغانان حج ته لاړ شي او د الله (ج) دغه ستره فریضه ادا کړي.

هغه، دغه راز د سږ کال حج پروسې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د دغې پروسې د لا ښه مدیریت په موخه له ټولو دولتي وزارتونو او ادارو او همدارنګه په سعودي عربستان کې له اړوندو ارګانونو سره د وزارت د تللي پلاوي له لوري په لوړه کچه همغږي شوې او لازم تدابیر نیول شوي دي او هڅې کېږي چې په مکه معظمه او مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته ښه او پر وخت خدمات وړاندې او زیاتې آسانتیاوې ورته برابرې شي.

د سرمحقق ثاقب په وینا، له سعودي عربستان څخه د افغانستان لپاره د حج ۳۰ زره کسانو سهمیه اخیستل شوې او ټاکل شوې ده د روان ۱۴۴۵ه.ق کال چې له ۱۴۰۳ ه.ل کال سره سمون لري؛ ۳۰ زره افغانان د حج فريضې د ادا کولو په موخه د «آریانا افغان دولتي» او «کام ایر» خصوصي هوایي شرکتونو له لوري د سعودي عربستان حرمينو شريفينو ته ولېږدول شي.

په دې سهمیه کې په عامو هېوادوالو سربېره، د دولتي ادارو د مجاهدینو، د شهیدانو د ورثې، معلولینو او مهاجرینو ونډه هم په پام کې نیول شوې ده.

مولوي نور محمد ثاقب، د افغان حاجیانو لګښتونو ته په اشارې وویل چې له ډېر غور او دقت وروسته، د سږ کال لپاره د هر حاجي د حج ټول لګښت ۳۸۶۵.۹۸ امریکايي ډالر دی چې معادل يې ۲۷۷ زره ۶ افغانۍ کېږي. همدا رنګه، د ۵۰ ډالرو په توپير، د اهل تشيع د هر حاجي د حج ټول لګښت ۳۹۱۵.۹۸ امریکايي ډالر دی چې معادل يې ۲۸۰ زره ۵۸۹ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم څه د پاسه ۳۰ زره افغان حاجیان د بیت الله شریف حج ته تللی وو او له هر افغان حاجي څخه ۳۹۲۴ ډالره حصول شوي و چې له دغو پيسو څخه ۳۸۱۶ ډالره مصرف شوی او ۱۰۸ ډالر يې بېرته حاجیانو ته ورکړل شول.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په پای کې، د سږ کال د حج له تلونکو هېوادوالو څخه وغوښتل چې سر له سبا (د روژې مبارکې میاشتې له ۱۷مې څخه) خپلې پاتې پیسې تحویلې او خپل حسابونه دې تصفیه کړي.

ټاکل شوې ده چې له افغانستان څخه حرمینو شریفینو ته د حاجیانو د لېږد لومړۍ الوتنه د روان ۱۴۴۵ه.ق کال د ذوالقعدې په لومړۍ نېټه ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته