سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس دحامدکرزي دخواشيني او ډاډګيرنې پيغام

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٢٣ :
دافغانستان داسلامي  جمهوريت  جمهوررييس دحامدکرزي  دخواشيني او ډاډګيرنې پيغام
په ډيرې خواشيني سره  خبرشوم  چې څارنپوه جنرال عبدالغني کوچي دورپيښې  ناروغي له امله  له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړى دى.
انالله و انااليه راجعون
ارواښاد څارنپوه  بريد جنرال عبدالغني کوچي دکورنيو چارو  وزرات اودلوى څارنوالۍ په بيلابيلو څانګو کې وطن ته  خدمت وکړ  دده مړينه يوه ضايعه ده.
دخپلې خواخوږي او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو او دغزني ولايت خلکو ته وړاندې کوم.
الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې  جميل صبر په نصيب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته