
کابل، د مرغومې ۲۸ مه، باختر
د لغمان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې جاپان د دغه ولایت د مرکز اړوند د سلطان غازي د نجونو په منځني ښوونځي کې د ۱۹۴ زره ډالرو په لګښت یو کتابتون جوړوي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست د نشراتو مسوول شاه ولي نقشبندي باختر اژانس ته وویل، چې شانتي رضاکاره ټولنه د جاپان هېواد په مالي لګښت د دغه ولایت مرکز اړوند د سلطان غازي بابا د انجونو په منځني ښوونځي کې یو مجهز او عصري کتابتون جوړوي، چې ۱۹۴ زره ډالره لګښت پرې راځي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه کتابتون د جوړولو چارې به د ۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
ص