خبرونهورزش

په لغمان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د مرغومې ۴مه، باختر

د لغمان د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د عزیزخان کڅ اته آوریزې سیالۍ د اکبري لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو ترسره کوونکو د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي، تفرېح او په نشه يي توکو د روږدي کېدو د مخنیوي په خاطر جوړې شوې وې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا