
۴- کابل، د غوايي ۲۳مه، باختر
د لغمان د والیبال فدراسیون مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغه ولایت د والییال فدراسیون رئیس احمد شاه صدیقي باختر آژانس ته وویل، چې دغه سیالۍ د لغمان مرکز اړوند ناورې سیمه کې د یادې سیمې د مشرانو او ځوانانو له لوري د والیبال فدراسیون سره په همغږۍ د ۲۸ لوبډلو ترمنځ په لاره اچول شوې دي.
صدیقي زیاته کړه، دغه سیالۍ به شاوخوا درې اوونۍ دوام وکړي، چې موخه یې د ځوانانو ترمنځ همغږي او له نشه توکو سره مبارزه ده.
لمر