
کابل، مرغومې ۲۷ مه، باختر
د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ په اسلام اباد کلي کې د ۳۲ لوبډلو تر منځ د والیبال سیالۍ نن پيل شوې.
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت وايي، چې په دغه تورنمېنټ کې د لغمان ولايت پر مرکز سربېره د مختلفو سيمو ۳۲ لوبډلو ګډون کړی، چې لږ تر لږه درې اوونۍ به دوام وکړي.
صدیقي