خبرونهاقتصاد

په لغمان کې د ۵۵ میلیونو افغانیو په لګښت د دوه ټولګټو پروژو چارې پیل شوې

کابل، د لړم ۲۳مه، باختر

د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ اړوند د شمرام او میا صیب د سربندونو د رغولو چارې د خوړو نړیوال سازمان د ۵۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت پیل شوې.

د دغه ولایت د سنديزې حوزې ريیس مولوي شیرجان راشيدي د باختر آژآنس خبریال ته وویل، چې د شمرام او ميا صاحب د سربندونو د جوړېدو چارې د ABM موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) د ۵۵ ميلیونه افغانيو په مالي لګښت پیل شوې.

د نوموړي په وینا د دغو پروژو په پيل سره ۶۰۰ کسانو د کار زمینه برابره شوې، چې چارې به یې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

اخوا د سیمې اوسېدونکو د دغه سربندونو په جوړېدو خوښ دي او وایي، چې د دغه سربندونو په رغولو سره به د اوبو له کمښت سره مخ نه شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا