امنیت

اووه تنه ډاراچوونکي په غزني کې ووژل شول او دطالبانودواغظ دولسوالۍ مرستيال ونيول شو

کابل باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
اووه تنه ډاراچوونکي پرون  د غزني ولايت په واغظ ولسوالۍ کې  ووژل شول  او
دواغط دولسوالۍ لپاره دطالبانو دنومول شوي ولسوال مرستيال له دريو تنو مشکوکو کسانو سره  ونيول شول.
دغزني ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدزمان  په يوه خبري غونډه کې وويل چې دافغان ځواکونو په  عملياتو کې  چې دواغط په ولسوالۍ کې ترسره شول  اووه تنه  ډاراچوونکي ووژل شول او پنځلس تنه نور يې ټپيان شول.
ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې  دغه راز دواغط ولسوالۍ لپراه  دوسله والو طالبانو  دنومول شوي ولسوال مرستيال په مولوي حيدرمشهور سيداحمد له دريو تنو مشکوکو کسانو سره ونيول شو.
ده زياته کړه له نيول شويو کسانو څخه وسلې او يوشمير سند ونه هم ترلاسه شوي دي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته