نړۍ

دعراق صدراعظم : دتيري اوونۍ دچاودنې هدف زه وم

دعراق صدراعظم وايي دبعداد په شنه ساحه کې دتيري اوونۍ دچاودنې هدف زه وم.

نوري المالکي داسوشتدپرس خبري اژانس ته ويلي دي دپارلمان ودانۍ اوښايي دپارلمان رييس دبريد هدف وي  خو دده دڅرگندونوله مخي لومړنۍ معلومات څرگندوي چې دچاودنې هدف  دده وژل و.

دعراق صدراعظم وويل پلان دا و کله چې دى دوينا لپاره پارلمان ته ځي بايدبم وچول شي  خو  دالمالکي دڅرگندونوله مخې دى دچاودنې په وخت کې هلته نه و .

دليندى دمياشتې په اوومه نيته دبغداد په شنه ساحه کې ديوموټر بم د چاودنې له امله ډيره خوندي سيمه بلل  کيږي .

دعراق دامنيتي ځواکونو دځواکمنۍ په باب انديښنې زياتي شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته