
کابل، د وږي ۲۱مه، باختر
د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په علینګار ولسوالۍ اړوند سنګر سیمه کې د ۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر ډاکټر جواد علیزاده د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند سنګر سیمه کې د څارویو د درملنې لپاره یو حیواني روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
علیزاده وویل، چې دغه روغتیایي مرکز د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ رغول شوی دی.