(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په لغمان کې زرګونه څارويو ته د پوستکي ناروغۍ واکسین ورکول کېږي

۸– کابل، د غوایي ۲۱مه، باختر

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د FAO موسسې په مالي ملاتړ ۱۴۵ زره څارويو ته د پوستکي (LSD) ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې به ۱۴۵ زره څارویو ته د پوستکي (LSD) ناروغۍ د مخنیوي واکسین کمپاین پیل شو.

د مسولینو په خبره دغه واکسین به د ۳۳ ډاکټرانو او واکسیناتورانو پر مټ د مهترلام مرکز سربېره پنځو ولسوالیو کې تطبیق شي، چې څو ورځې وړاندې د FAO موسسې لخوا ورته زده کړې ورکړل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په ګڼ شمېر ولایتونو کې زرګونو څارویو ته د پوستکي ناروغۍ واکسین ورکړل شوی دی.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا