روغتیا

ډاکټره نايله غازي : اميدوارې ښځې دځان په فکر کې وي .

-کابل / دچنګاښ ٩مه / باختر :
دعامې روغتيا وزارت دولادي  عاجلو څارنو مسووله ډاکټره  نايله غازي  وايي په ټوله نړۍ کې  دکرونا ويروس،  خلک چې په هر عمر کې وي اخته کوي .
هغې وويل :اميدوارې ښځې  چې د وينې دکمښت  ستونزې لري  په کرونا ويروس  داخته کېدو له خطر سره مخامخې دي .
دعامې روغتيا وزارت  دولادي عاجلو څارنو مسووله ډاکټره نايله غازي وويل اميدوارې ښځې چې دوينې دکمښت  ستونزه لري په کرونا ويروس داخته کېدو دمخنيوي او له دغه ويروس سره  دمقابلې لپاره بايد دخپل بدن  ځواکمني او مقاومت  لوړ کړي .
ميرمن غازي وويل چې دوينې کمښت  داميد وارى ، زېږون او له زېږون وروسته په وخت کې  دخطر يوه نښه ده .
هغه ښځې چې دوينې کمښت لري  کولاى شي ددغې ناروغى په وړاندې په سمه توګه مقاومت وکړي .
هغوى  نږدي روغتيايي مرکز ته  مراجعه وکړي  او له ډاکتر اويا روغتياپالې څخه  دوينې دکمښت درمل ترلاسه کړي . او دداکتر دسلامشورې له مخې ، استفاده وکړي  چې ددوى بدن  له دغې ناروغى سره  دمقابلې وړتيا پيداکړي .
ختم _ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته