شبرغان باختر د لړم د مياشتې ٢١ نيټه :
د رزمي ورزشونو د يوولسو فدراسيونونو له خوا پرون په شبرغان ښارکې ورزشي جشن جوړ شو.
ويل کيږي په دې جشن کې د هر فدراسيون لوبغاړو په خپلو اړوندو ورزشي څانګوکې نمايشات اجرا کړل.
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او سپورت رئيس محمد صديق فايض باختر آژانس ته وويل چې د دغه جشن د جوړولو موخه خلکو ته د سولې د پيغام ورکول او له ورزشي فدراسيونونو سره د لوبغاړو پيوستون دى.
په پاى کې په يوشمېر ورزشکارانو ستاين ليکونه هم وويشل شول.
پاى ع ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ