امنیت

په جوزچان کې يو تن له دووکيلوګرامه هيروئينو سره ونيول شو .

-کابل / دزمري ٢٦مه/باختر:
د جوزجان پوليسو نن  يو تن د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيوه .
د جوزجان  د امنيې قوماندانۍ وياند مسعود نديم باختر اژانس ته وويل چې دغه سړۍ  له دووکيلوګرامو هيروئينو سره  د سلطان کوټ په امنيتي کمربند کې هغه وخت ونيول شو چې  دغه نشه يي توکي  د يو سراچه موټر په واسطه شبرغان ښار ته لېږدول .
خبرځاى زياته کړه  نيول شوى کس اوترلاسه شوي نشه يي توکي  امنيې قوماندانۍ ته سپارل شوي دي.
د يوبل خبرله مخې؛  پوليسو  تېره شپه يوتن له يو کيلوګرام  اپينو سره د شبرغان ښار د پل خراسان په کمربند کې  ونيوه .
پېښه تر څېړنې لاندې ده .
  ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته