امنیت

د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى په بغلان کې ونيول شو

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٦
د بغلان ولايت پوليسو تېره شپه د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى ونيوه.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى جاويد بشارت د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړى هغه وخت د دوشي ولسوالۍ دوش پله په ساحه کې د پوليسو له خوا ونيول شو چې ٧٢ کيلوګرامه چرس يې له اندراب څخه په يو کرولا موټرکې بارکړي و او د بلخ ولايت ته يې ليږدول.
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو پرخلاف د مبارزي د مدير سمونوال نظام الدين نظام د څرګندونو له مخې: د روان کال په بهيرکې د ٢٣ تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور په بغلان ولايت کې نيول شوي دي او له هغوى څخه لس موټرونه هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته