سیاستTOP

جمهوررییس غني د افغانستان په عامه ادارو کې د اصلاحاتو په برخه کې د کاري پرمختګ راپور واورېد

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له رییس احمد نادر نادري سره په غونډه کې د خدمتونو وړاندې کولو ښه والي ته په پام د افغانستان ملکي خدمتونو ادارو د جوړښتونو او تشکېلاتو پر اصلاحاتو، خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې چې پرون مازدیګر په ارګ کې وشوه؛ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رییس د افغانستان ملکي ادارو د تشکیلاتي او سازماني جوړښت په برخه کې د اصلاحاتو د پرمختګونو او ښوونکو ته د رقابتي برنامو د جوړولو پرمختګ په اړه خپل راپور له جمهوررییس سره شریک کړ.
جمهوررییس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته د امنیتی او دفاعي سکتور منسوبینو ته د خدمت وړاندې کولو لپاره د دغو بنسټونو د ملکي برخې کارکوونکو پر ښه والي او اصلاحاتو ټینګار وکړ.
همدا راز جمهوررییس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رییس ته په روغتیا سکتور کې د خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي او د دغه سکتور د قراردادي کارکوونکو برخې د اصلاحاتو لارښوونه هم وکړه.#
پای / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته