ټولنه

په لغمان کې لسګونوکورونه او کروندې د سېلاو له خطر څخه خوندي شوې

کابل /د وري ١٢مه /باختر
په لغمان کې د يو استنادي ديوال په جوړولو سره په زرګونه جريبه کروندې اولسګونوکورنيو د سېلاو له خطرڅخه خوندي شول.
دغه ديوال د ١١٠ مترو په اوږدوالي او د دوو مترو په سورسره په مهترلام ښار کې د سيند تر څنګ جوړشوى دى .
دغه ديوال د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا وزارت د ولسي تړون د پروګرام په جوکاټ کې جوړ شوى دى .
د لغمان د کليو د بيارغونې اوپرمختيا رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې د دغه ديوال په جوړولو سره په زرګونه جريبه کروندې اولسګونه کورونه د سېلاو له خطر څخه خوندي شول.
د مهترلام ښار د جوګي پله سيمه يوسيند ته څېرمه اود سېلاو په تګلوري کې موقعيت لري .
ختم _ ج – ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا