-اسلام اباد ډي ډان دثور دمياشتي دريمه :
دپاکستان د ډي ډان ورځپاڼې ليکلي دي چې په کراچي ښارکې دډزو له امله څه ناڅه اووه تنه نور قرباني شوي دي .
درارسيدلو خبرونوله مخې، دکراچي ښار په بيلابيلو سيمو کې دامنيتي ځواکونو او دناپيژندل شويو وسله والو کسانو په ډزو کې څلور تنه ټپيان شوي دي .
دپوليسو دڅرگندونو له مخې، وسله وال کسان په ډزو سره دکراچي ښار په بيلابيلو واټونو کې خلک وژني .
دپاکستان دکراچي ښار په وروستيو مياشتو کې دفرقه يي اوقومي نښتو ډګر دى چې له امله يې په سلگونو تنه وژل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ