اقتصاد

دغورـ هرات سړک د جوړولو پروژې په ګډون۷ تدارکاتي موضوګانې منظورې شوې

کابل/ دتلې ١٦مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پر ۱۲ تدارکاتي موضوګانو د بحث په پایله کې د غور- هرات د ۱۱،۷۱۰  کیلو متر سړک د جوړولو پروژې په ګډون، له ۲،۵ میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۷ تدارکاتي موضوګانې منظورې کړې.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
پرون ماښام په ارګ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کمېسیون د یو شمېر پخوانیو پرېکړو د لارښوونو د تحقق پر راپورونو هم بحث وشو چې یو شمېر یې تائید او ځینې یې بېرته ور وګرځول شول.
د ملي تدارکاتو کمېسیون، په کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونوکې د کابل- کاپیسا ساختماني شرکت او نوي سمیر بشیر لمېټد تجارتي شرکت د پانګونې پر راپورونو بحث وکړ. کمېسیون لارښوونه وکړه چې د دغو شرکتونو د پانګونې په بدل کې دې د تدارکاتو طرحه پلې شي .
دغه راز د ملي دفاع وزارت اړوند ۱۳۹۸ مالي کال کې د اړتیا وړ سون لرګیو او ډبرو سکرو د تدارک پروژې په اړه توضیحي یادښت هم ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.
جمهور ريیس غني د کورنیو چارو وزارت پر پخوانیو ۳۱۰ ساختماني پروژو د بحث پر مهال ټاکل شوي پلاوي ته دنده وسپارله چې د دغو تړونونو په اړه تفصیلي راپور جوړ او مشخصه کړي چې د دغو تړونونو له جملې څخه څومره حقیقي او څومره ادعاوې شوي، دغه راز هغه شرکتونه چې ادعا ېې ثابته نشي، باید څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.
د غونډې په بله برخه کې د افغانستان لپاره د کوچنیو پورونو د پانګونې د ملاتړ ادارې (MISFA) د پروژې د منظورۍ پر مهال د ملي تدارکاتو ادارې ته لارښوونه وشوه چې په دې اړه یو څرګند میکانیزم جوړ او د ستونزو د حل په اړه دې مرسته کوونکې ادارې ته اړینه لارښوونه وشي.
د غونډې په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د ریال ټایم ډېټا منجمنټ (RTDMS) مشورتي خدمتونو پروژې په اړه، ملي تدارکاتو کمېسیون پرېکړه وکړه چې د دغې پروژې اړوند ټول سندونه دې له ملي تدارکاتو ادارې سره شریک شي.# 
پاى – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته