امنیت

په بغلان کې پرطالبانو هوايي برید وشو

کابل / د غبرګولي ۵ / باختر
په بغلان کې نن له غرمې مخکې د وسله والو طالبانو پرغونډې د هوايي برید په پایله کې د طالبانو د یوه سرګروپ په ګډون ۴ طالبان ووژل شول.
د پامیرد ۲۱۷ قول اردو ویاند عبدالهادي نظري باخترآژانس ته وویل چې په هغه هوايي برید کې چې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د طالبانو پرسیمه ییزه غونډه وشوه په پایله کې د طالبانو د کلیدي غړى ملا یونس په ګډون ۴ طالبان ووژل شول.
نظري زیاته کړه چې په دې پېښه کې ۲ نور وسله وال طالبان ټپیان شول او د دوی یو اسکواتور او یو فولدرموټرله منځه تللى دى.
دغه هوايي برید هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو غوښتل د دغو سیموځېنې برخې د اسکواتور په واسطه ویجاړې کړي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته