امنیت

په خوست کې د پولیسو پر ګزمې وسله وال برید شوی دی

– متون / د وږي ۱۳ مه / باختر د خوست د مرکز متون ښار د خوست قلموال مېنې په سیمه کې نن د پولیسو پر ګزمې وسله وال برید کې څلور پولیسان شهیدان شول. د خوست د امنیې قومندانۍ ویاند عادل حیدر د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په برید کې څلور پولیسان شهیدان شوي او یو بل یې ټپي شوی دی. د یو بل خبر له مخې، د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د لوحو سمون کمېسیون غونډه وکړه. تمه ده چې د کمېسیون له پرېکړې وروسته به متون ښار او ولسوالیو کې ټولې هغه لوحې اصلاح شي چې په بهرنیو ژبو لیکل شوې دي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته