ورزش

په غزني کې يو ورزشي مرکز پرا نستل شو.

کابلباختر دثور١١
په غزني ښار کې پرون يو ورزشي مرکز پرا نستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغزني ولايت ورزشي امر باچا خان هژبر باختراژانس ته وويل: دغه ورزشي مرکز دالمپيک د ملي کميټې له پرمختيايي بودجې څخه ددوه سوه شلو زروا مريکايي ډالرو په لګښت په دريو پوړو نو کې جوړ شوى دى.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، دغه مرکز دزر مربع متره ځمکې په سا حه کې جوړ شوى دى چې پرون  د غزني د والي او ددغه ولايت دځينو مسوولينو او ورزشکارا نو له خوا  ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته