امنیت

اوولس تنه ياغيان ونيول شول

کابل –باختر دتلې ١٦
اوولس تنه ياغي طالبان دکندز ولايت دقلعه زال ولسوالۍ په مربوطاتوکې دګډو عملياتو په بهير کې ونيول شول.
باختر آژانس دناټو دخبر له پاڼې له خولې خبر راکړ: دغه ياغيان له خيل قوماندان سره ټيک مخکې له هغه چې په افغان او ناټو ځواکونو بريد وکړي؛ ونيول شول.
ويل کيږي ددغو عملياتو په بهيرکې دياغيانو په لسګونو جنګي وسايل هم دګډو ځواکونو لاس ته ورغلى دى.
په خبر پاڼه کې ددغو عملياتو په بهيرکې د افغان او ناټو دځواکونو او ملکي وګړو دسر د احتمالي زيان په باب څه نه دې ويل شوى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته