امنیت

دپوليسو يو سرتيرى دخپل همکار له خوا شهيد کړى شو.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانى يو سرتيرى ديوبل سرتيري له خوا په ډزو سره شهيد کړى شو.
دسمنګانو ولايت دکوز دره صوف ولسوالۍ اجراييه امر انجينير محمد قربان باختر آژانس ته وويل : دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه .
چې ددغې قوماندانۍ سرتيرى عبدالغفار ددغې ولسوالۍ په چارسوق کلي په خپل کورکې ويده و چې د ده همکار روضت الله دهغه کورته لاړ او له خبرتيا پرته دمقتول کورته ننوت.
تورن په لومړنيو تحقيقاتو کې ويلي دي چې ده له دې ويرې چې وسله وال طالبان د ده کورته ننوتې دي خپل همکار وواژه.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې :تورن دپوليسو له خوا نيول شوى دى .
ده په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړى دى او پيښه تر څيړنې لاندې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته