فرهنګ

دبشر دحقوقو کتوونکې راتلوونکې اوونۍ په افغانستان کې دبيان دآزادۍ په باب نوى رپوټ خپوري

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
په افغانستان کې دبشر د حقوقو کتوونکې  په پام کې  لري   چې راتلوونکې اوونۍ  په افغانستان  کې دبيان په آزادۍ  دبريد په باب خپل نوى رپوټ  خپورکړي .
دباخترآژانس دخبرله مخې  :  په ا فغانستان کې دبشر د حقوقو کتوونکي په پام کې لري چې د راتلوونکې اوونۍ  دسه شنبې په ورځ په افغانستان کې  دبيان په آزادۍ  دبريد په باب   په پنځه څلويښتو پاڼو کې  نوى رپوټ  خپور کړي.
دافغانستان دبشردحقوقو دکتوونکي ډلې مسوولين وايي  دغه رپوټ به وښيې چې په افغانستان کې خبريالان  دوسله والو زبر ځواکو افرادو او دوسله والو مخالفينو له خوا له  جدي ګواښونوسره مخامخ دي .
په افغانستان کې دبشر د حقوقو کتوونکي  دغه نوى رپوټ  له څه دپاسه  ديرشو تنو  خبريالانو ، ايديتورانو ، ورځپاڼه ليکونکو  او د رسنيو له مسوولينو سره  په خبرو کې  برابر کړى دى .  هغو کسانو چې دغه رپوټ  يې برابر کړى دى  دملي وحدت دحکومت له مشرانو څخه به وغواړي  هغه څه  چې دبيان دآزادۍ  او د رسنيو دملاتړ په باب دخپلو انتخاباتي مبارزو په بهيرکې يې ژمنه کړې وه ، عملي کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته