(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

په لغمان کې نږدې ١٠ زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه

کابل، د غبرګولي ١٠مه، باختر
د لغمان ولایت د غصب د مخنیوي او بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي په الینګار ولسوالۍ کې ٩ زره ٨٤٧ جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.
د دغه ولایت د غصب د مخنیوي او بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي مشر مولوي محمدولي محسن د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه ځمکه د الينګار ولسوالۍ په نیم ناني، قلعه ټک، مزري او د مرکز اړوند ګلارام او کټه سنګ سیمو کې له څېړنې وروسته دولتي تثبيت شوې، چې په کې د خلکو له لوري کورونه، سړې خونې او باغونه جوړ شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پلاوي له دې وړاندې هم د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه تثبیت او له غصب څخه خلاصه کړې ده.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا