سیاست

دافغانستان ، پاکستان او انګلستان د مشرانو غونډه جوړيږي

کابلباختردميزان ٧
دبهرنيو چارو د وزارت ويندوى  نن په يوه خبري غونډه کې نيويارک ته دبهرنيو چارو د وزير ډاکترزلمي رسول دسفراو د ملګرو ملتو دسازمان د عمومي ټولنې داته شپيتمې غونډې ترڅنګ د هغه دکتنو دنتيجو په باب خبريالانو ته معلومات ورکړل .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې  : دبهرنيوچارو وزير د ملګروملتو دسازمان  په عمومي ټولنه کې د وينا او د  سي ان ان ،  الجزيرې او  بي بي سي له رسنيو سره  د مرکو ترڅنګ دملګرو ملتو دسازمان له سرمنشي بان کي مون ، دامريکا دبهرنيو چارو له  وزير جان کري ، دايران د بهرنيو چارو له وزير جوادظريف اودچين ،ايټاليا ، دنمارک ،استراليا،سويډن ، هنګري او د ترکيې دهيوادونو دبهرنيو چارو له وزيرانو اوديوشميرنورو هيوادونو له استازو سره يې ددوه اړخيزواړيکو، اقتصادي ، تجارتي ، سياسي او فرهنګي اړيکو د ودې په باب ديوشمير نورو  هيوادونو له استا زو سره يې جلا جلا کتنې وکړې .
دده دڅرګندونو له مخې:  دبهرنيو چارو وزير دافغانستان ، پاکستان او بريتانيا
په درې اړخيزه  غونډه کې ګډون  وکړ او دافغانستان اوپاکستان د اړيکو،  سولې اوپه افغانستان کې دسولې له بهيرسره دپاکستان د ملاتړ په باب خبرې اترې وکړې.
دبهرنيو چارودوزارت ويندوى زياته کړه ،چې دبهرنيوچارو وزير دآسيادتحقيقاتي  ټولنې د مرکز په غونډه کې ګډون او وينا وکړه اود افغانستان  ديوې لسيزې برياليتوبونه يې بيان کړل او ويې ويل افغانستان اوس دثبات ،پرمختيااوسولې په لورروان دى .
دبهرنيو چارو د وزارت ويندوى دغه راز وويل :  د لړم په مياشت کې دافغانستان ، پاکستان او د بريتانيا دمشرانو درې اړخيزه  غونډه په لندن کې جوړيږي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته