کابل / دوري ١٢مه / باختر :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو، فرهنګي، ځوانانو او د ګرځندوى، مالي او اداري مسوولينو غونډه پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ جوړه شوه.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې حسينې ساپۍ مسوولينو ته ټينګار وکړ چې دکرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي لپاره په مبارزه کې د خلکو د پوهاوي لپاره هره برخه د بېلابېلو پروګرامونو په ترسره کولو سره فعاله ونډه واخلي.
حسينې ساپۍ زياته کړه چې د عامه پوهاوي په مقصد د کرونا د خپريدو د مخنيوي لپاره د مبارزې په لاره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فعاليتونو د منعکس کولو په خاطر دې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د دغه وزارت اړونده رياستونه دې بايد د ويډيو کليپونو، تياتر پروګرامونو، مستندو فلمونو، مقالو، مرکو او د ځوانانو د رضاکارانه فعاليتونو د ترسره کولو په ګډون د بېلابېلو عامه اړيکو له وسايلو څخه په استفادې سره خپل لس غوره فعاليتونه په مشخص ډول چمتو کړي.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواى شرق د راډيو ټلويزيون، ورځپانو او د ټوليزو رسنيو د ډله ييزو اړيکو له وسايلو څخه په استفادې سره د پروګرامونو د ترسره کولو په لاره کې خپل تيارى څرګند کړ.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو رييس او د فرهنګي برخې استازي عبدالاحد عباسي د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په مقصد د عامه پوهاوي او فرهنګي پروګرامونو د چمتو کولو لپاره ژمنه وکړه.
د اطﻻعاتو او فرهنګ وزارت ګرځندوى، مالي اواداري معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د خپلې برخې اړوندو پروګرامونو د ترسره کولو او تطبيقولو لپاره تيارى څرګند کړ.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين محمد اجمل شاهپور هم د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د ځوانانو له خوا د رضاکارانه پروګرامونو د ترسره کولو په خاطر خپل تيارى څرګند کړ او ويې ويل: امکاناتو ته د لاسرسي په صورت کې چمتو دى چې دکرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي لپاره د مبارزې په لاره کې ځوانان چمتو کړي.
ختم _ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل