امنیت

د دوو ملکي وګړو په ګډون څلور تنه په کندز کې ووژل شول

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٢٩ :
په کندز ولايت کې  دماين دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان او  دوه تنه ملکي وګړي  ووژل شول .
دغه  پيښه نن سهار په امام صاحب ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه  چې دپوليسو ځواکونه په ګزمې بوخت وو.
د کندز  ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند  سيدسرور حسيني د باخترآژانس خبريال ته وويل  چې د ماين په دې چاودنه کې  دوه تنه سيمه ييز پوليسان او دوه تنه ملکي و ګړي ووژل شول.
ده وويل : ماين ټيک هغه وخت په امام صاحب ولسوالۍ کې  وچاوديد چې دپوليسو ځواکونه د ګزمې په حال کې وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته