ټولنه

دشهيد داوونۍ درناوى وشو .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
دشهيد د اوونۍ په درناوې دسنا مجلس دکنفرانسونو په تالار کې دقران عظيم الشان ختم وشو.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغه مراسم چې دمشرانو جرګې دعمومي غونډى دپريکړې له مخې پرځاى شوى و دمجلس دمنشي نايب ميرمن نجيبه حسيني ، يو شمير سناتورانو ، د دارالانشا لوى رييس او يو شمير کارکوونکو پکې ګډون کړى و او دقران عظيم الشان په ختم سره دافغانستان دخلکو دخپلواکې دلارې دمجاهدينو او دهيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو پاک روح ته دعا وشوه .
برخه والو دالله (ج)له دربار څخه هيله وکړه چې ټول شهيدان مغفرت کړى شي او په هيواد کې جګړه او وينې تويدنه پاى ته ورسيږي او دايمي سوله او ثبات ټينګ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته