امنیت

په لوګرکې د ستر پوځي عملياتو پيل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١١ :
په لوګر ولايت کې د ډار اچوونې ضد سترپوځي عمليات پيل شوي دي.
دغه عمليات د سلګونو تنو پوځيانو په ګډون نن سهار د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې پيل شوي دي .
د ملي اردو  د کوماندو د ځواکونو وياند احمدجاويد سليم د باختر آژانس ته وويل: دغه عمليات د کوماندو د ځواکونوله خوا پيل شوي دي.
سليم وايي: د دغو عملياتو ترسره کول د ډاراچوونکو ډلوځپل او ملکي وګړو ته د امنيت تامينولو دي.
ده وويل: په دې وروستيوکې د څرخ  ولسوالۍ ځينې سيمې د طالبانو د شتون او د هغوى د فعاليتونو شاهدې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته