خبرونهاقتصادټولنه

په لغمان کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوی تخم او کیمیاوې سره ووېشل شوه

کابل، د تلې ۲۷ مه، باختر

د لغمان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې پر ۳۶۳ بزګرانو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشلې ده.

د لغمان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې یې د (FAO) موسسې په مالي ملاتړ پر ۳۶۳ بزګرانو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشلې، چې پر هر بزګر ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو ګرامه ډي ای پي او ۵۰ کیلو یوریا سره وېشل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې دوی به په نږدې راتلوونکي کې د ولسوالۍ په کچه ۹۴۱ اړمنو مالدارانو ته چې پخوا سروې شوي هر مالدار ته (۲۰۰) کلیو ګرامه حیواني خوراکه او ۲۰۰ سي سي د چنجیو ضد درمل ورکړي.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا