امنیت

دسرپل دسانچارک دتبر دکلي مشر ترور شو .

کابل باختر د تلي دريمه :
دسانچارک  ولسوالۍ  دتبر د کلي مشر  پرون دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ترور شو .
دسرپل   دوالي وياند ذبيح الله اماني باختراژانس ته وويل: دسانچارک   ولسوالۍ دتبر دکلي مشر  محمد نذيرکاتب چې  د جمعې  د لمانځه له اداکولو وروسته دخپل کورپه لور روان و دپنځو تنو موټرسايکل سپرو يرغلګرو له خوا په ډزو  سره شهيد شو .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې، يرغلګر له ساحې څخه وتښتيدل او ددغې پيښې په اړوند يو تن دپوليسو له خوا نيول شوى دى.
دقضيې دنورو عاملينو دموندلو په خاطر دپلټنې عمليات پيل شوي دي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته