امنیت

دبغلان له پوځي اکاډمۍ څخه دپوليسو په لسګونو تنه سرتيري فارغ شول.

-کابل – باختر د مرغومي دمياشتې دويمه
دبغلان ولايت سل تنه سيمه ييز پوليسان دزده کړې له څلور اوونيزې دورې وروسته فارغ شول.
دبغلان د پوليسو يو مقام غلام محى الدين مومند باختر آژانس ته وويل دا دسيمه ييزو پوليسو دفراغت دويمه دوره ده چې دوسلو دتخنيک اوتکتيک ،دبشر دحقوق او په نورو پوځي برخو کې يې زده کړې کړې دي.
ده وويل دغه پوځيان به ډير ژر له ډار اچوونې سره د مبآرزې او امنيت دتامينولو لپاره په دهنه غوري ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شي.
ده له سرتيرو څخه وغوښتل چې دخپل هيواد او خلکو د امنيت په تامينولو کې هلې ځلې وکړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته