خبرونهټولنه

په لغمان کې په ترافیکي پېښه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر

د لغمان امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د يوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو دفتر باختر آژانس ته وویل، چې نن سهار د قرغیو ولسوالۍ اړوند د ۷ نمبر شهرا لویې لارې د کاکڅ په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او ۶ نور ټپيان شوي دي.

د یادوني وړ ده، چې په موټر کې سپاره ټول کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا