کابلباختردحمل ٢٦
د نور ستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې په تصفيوي عمليا تو کې څه د پاسه شپيتو تنو مخالفينو ته مرګ ژو بله وا و ښته
د هيواد په شمال ختيځ کې د نورستان ولايت سيمه ييز مقا ما ت وا يي دولتى ځوا کونو د پوځي عمليا تو په بهير کې په کامديش ولسوالۍ کې شپږ کلي د طالبانو له وا کمني څخه ا زاد کړل
د نورستان والى محمد نعيم نورستا ني باخترا ژانس ته وويل:
په کا مديش ولسوالۍ کې څه نا څه شپږ کلى په تيرو ٢٤ سا عتو نو کې دطالبانو له شتون څخه پا ک او ددولتي ځوا کو نو په کنترول کې را غلى دي
نورستانى وويل: په دغو عمليا تو کې ٢٩ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څه نا څه ٣٠ تنه نور ټپيان شوي دي
په ختيځو ولايتو نو کې د٢٠١ سيلا ب قول اردو ددويمې لوا ويندوى وويل: د کامديش ولسوالۍ په سلو کې اتيا سيمې چې مخالفين پکې و ددولت تر کنترول لا ندې را غلى دي او امنيتي مسئلې يې سيمه ييزو پو ليسو ته سپارل شوي دي
ده زيا ته کړه : په وژل شويو کسا نو کې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان مولوي طاهر هم شا مل دى
خبرځاى وويل : په کامديش ولسوالۍ کې د ملى اردو د کو ما ندو دځوا کو نو په عملياتو کې يو پوليس شهيد اود ملى اردو څلور تنه عسکر ټپيان شوي دي
ده په ډا ګه کړه : په پينوز کلى کې يوه ميرمن هغه وخت ووژل شوه چې د وسله والو مخالفينو يو تو غندي يې په کور ولګيد
د نورستان و لايت امنيه قو ما ندان سمو نوال غلام الله نور ستا نى وا يي : په وژل شويو کسانو کې پاکستانى اتباع ، عرب او چيچنايان هم شا مل دي
ده زيا ته کړه : ډير ژر د ملى اردو يو ټولى او دوه سوه تنه ملى پو ليس کامديش ولسوالۍ ته استول کيږي چې دغه ځوا کو نه په تصفيه شويو سيمو کې ځاى پرځاى کيږي