ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت سرپرست د افغان روباټ جوړونکو نجونو خلاقیتونه وستايل.

کابل باختر د زمرى د مياشتې ١ مه:
لوړو زده کړو وزارت سرپرست د افغان روباټ جوړونوکو نجونو خلاقیتونه چې د امریکا په متحده ایالاتو کې یې د روباټونو په سیالۍ کې د زړورتیا مقام ترلاسه کړی وستایل او ژمنه یې وکړه چې د دوى د فکري ودې په برخه کې به ورسره هر ډول مادي او معنوي همکاري وکړي.
دلوړو زده کړو وزارت دخپرونورياستباخترآژانس ته خبرورکړ.
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان، له دغونجونو سره په کتنه کې چې د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ خلاقیتونو په مرکز کې ترسره شوه، هغوی ته ډاډ ورکړ چې معلوماتي ټکنالوژۍ د خلاقیتونو مرکز او کابل پولي تخنیک پوهنتون لابراتوارونه به د دوى په اختیار کې ورکړي.
په دې کتنه کې د لوړو زده کړووزارت سرپرست په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت سلاکار امان الله فقیري، په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې میرمن جامي، دکانکورد آزموینو رئیس احمد جاوید رسولي، دهرات ولایت دپوهنې ریاست استازو او د کابل پولي تخنیک پوهنتون استادانو هم شتون درلود، د روباټونو په نړیواله سیالۍ کې د افغان نجونو بریا د ټول ملت لپاره ویاړ وباله او زیاته یې کړه د دوى دغه فعالیتونه به وکولی شي د نورو ځوانانو د هڅونې لامل شي.
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست په بېلابیلو برخو کې د افغان ځوانانو استعدادونه د قدر وړ وبلل او زیاته یې کړه: "موږ باید خپلو ځوانانو ته د تحصیل او تدریس غوره زمینې برابرې کړو او د هغوي له استعدادونو څخه د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره ګټه پورته کړو".
افغان روباټ جوړونکې نجونې وروسته له دې چې د هېواد له جمهور رئیس او اجرایه رئیس سره وکتل دلوړو زده کړو وزارت ته راغوښتل شوې تر څو دغه وزارت ورته د معلوماتي ټکنالوژۍ د فعالیتونو په برخه کې لازم امکانات برابر کړي.
د یادونې وړ ده چې افغان روباټ جوړونکې نجونې د ښوونځیو زده کوونکې دي چې څو ورځې مخکې یې په امریکا کې د روباټونو په سیالۍ کې، چې په کې د۱۶۲ هېوادونو روباټ جوړونکو ګډون کړی و، د زړورتیا او سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته