امنیت

په پکتيا کې درايو ورکولو په يو مرکز کې چاودنه وشوه

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٧ :
دپکتياولايت دګرديز ښار درايو ورکولو په يوه مرکز کې   چاودنه وشوه خو دسرزيان يې نه دى اړولى .
دپکتيا دوالي ويندوى حشمت الله  باخترآژانس ته  وويل : 
دغه چاودنه  نن سهار د ببرک خان ليسې دروازې  ته  څيرمه  رامنځته  شوه چې يو انتخاباتي مرکز دى.
دپکتياولايت دانتخاباتو دکميسيون رييس رحمت الله حقمل وايي :  په دې پيښه کې  چاته زيان نه دى رسيدلى  او يوازې ددغې ودانۍ او دهغه دشاوخوا ودانيو ښيښې ماتې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته