خبرونهورزش

د آسیايي اوقیانوسیه ویلچر باسکټبال سیالۍ؛ افغانستان درېیمه بریا هم خپله کړه

کابل، د مرغومې ۲۵مه، باختر

د آسیايي اوقیانوسیه ویلچر باسکټبال سیالۍ چې څلور ورځې مخکې د ټایلنډ هېواد پلازمېنې بانکوک ښار کې پیل شوي، د افغانستان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې په خپله درېیمه لوبه کې فلیپین هېواد ته ماتې ورکړه او پرله پسې درېیمه بریا یې هم خپله کړه.

یاده سیالۍ چې نن غرمه ۱۲:۳۰ دقیقې ترسره شوه، افغانستان خپلې سیالې فليپينۍ لوبډلې ته د ۴۸/۷۸ نمرو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له دې وړاندې خپله لومړۍ سیالۍ کې نیوزیلند او دویمه لوبه کې یې بیا سعودي عربستان ته ماتې ورکړې دي.

یاده دې وي چې افغانستان به د یادو سیالیو په دوام کې خپله څلورمه لوبه سبا سه شنبه د کابل پر وخت ۱۲:۳۰ بجې له متحده عربي اماراتو سره ترسره کړي.

ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ به د روان میلادي کال د جنوري میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته