امنیت

د وسله والو غلو درې بانډونه وځپل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٠
د وسله والو غلو درې بانډونه چې د پکتيا ولايت په ځينو سيموکې د خلکو د کورونو د مالونو او د موټرو په لوټولو بوخت وو؛ وځپل شول.
دغه راز د پکتيا ولايت پوليس په دې بريالي شوي دي چې په وروستيو دوو اوونيو کې يو شمېر شوکماران وځپي او يوه اندازه نشه يي توکي ترلاسه کړي.
دغه ټکى د پکتيا ولايت امنيه قوماندان جنرال فيض الله غيرت له خبريالانو سره شريک کړ.
د ده دڅرګندونو له مخې: له دغوکسانو څخه يو غلا شوى باروړونکى موټر او ٣٠٠ زره پاکستانۍ کلدارې ترلاسه شوې دي .
د دغې قضيې په اړوند د دغو بانډونو افرادهم نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته