خبرونهامنیت

په لغمان کې پوليسو ته د یونیفورم د وېش لړۍ پیل شوه

کابل، د لړم۱۰مه، باختر

د لغمان امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې پوليسو ته د نوي یونيفورم د وېش لړۍ پیل شوه.

د لغمان امنیې قومندان مولوي نجيب الله بدخشي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د کورنیو چارو وزارت له لوري د لغمان امنیه قومندانۍ ته د ورکړل شوي یونیفورم د وېش لړۍ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوه، چې د لغمان شهرا قومندانۍ څخه پیل او د لغمان په ټولو حوزو او ولسوالیو به ووېشل شي.

د یادونې وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت له لوري د یونیفورم د وېش لړۍ پر کابل سربېره د هېواد په ګڼو ولایتونو کې پیل شوې وه.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا